د ځنګلونو د ساتنې په پار د ننګرهار ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کرنې وزیر غونډه

mail-admin
Thu, Oct 24 2024 10:18 AM
د ځنګلونو د ساتنې په پار د ننګرهار ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره د کرنې وزیر غونډه

۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت له امارتي مسوولینو سره وکتل او د ځنګلونو د ساتنې او د هغوی د پرې کولو د مخنیوي په اړه یې خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې، چې د ننګرهار ولایت مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی، د قومندانۍ د امنیت امر محمد طاهر مبارز، د استخباراتو رییس مولوي عبدالرحمن ایوبي اود یاد ولایت د یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په حضور کې جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې د ځنګلونو د ساتنې او پرې کولو مخنیوی باندې ټینګار وشو.
د کرنې وزیر په خپلو خبرو کې د داوود خان له دورې څخه د ځنګلونو وضعیت ته په اشارې سره وویل: «له هغه وخت راهیسې ځنګلونو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوی زموږ شرعي مسوولیت او دنده ده. هر چیرې چې ځنګلونه پرې شوي، موږ د ناورینونو او بدمرغه طبیعي پایلو شاهدان یو.»
په همدې حال کې حاضرو مسوولینو هم د ځنګلونو د ساتنې له پروګرام څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ چې د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
دغه غونډه دکرنې وزارت د اوبولګولو اوطبيعي زېرمو مرستیال مولوي بازمحمد فيضان، دکورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالحق مخدوم، دصنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد او اړوندو چارواکو په شتون کې دائره شوې وه.

نشست وزیر زراعت با مسوولان محلی ولایت ننگرهار پیرامون حفظ جنگلات
۳ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر خود به ولایت ننگرهار، با مقامات امارتی ولایت ننگرهار دیدار و در مورد اهمیت حفظ جنگلات و جلوگیری از قطع آنها گفتگو کرد.
 در این نشست که با حضور مولوی عزیزالله مصطفی معاون ولایت ننگرهار، محمد طاهر مبارز آمر امنیت قوماندانی، مولوی عبدالرحمان ایوبی رئیس استخبارات و دیگر مقامات ارشد این ولایت برگزار شد، تاکید شد که از قطع جنگلات جلوگیری شود.
وزیر زراعت در سخنانش با اشاره به وضعیت جنگلات از دوره داوود خان به بعد، گفت: «از آن زمان تاکنون توجه لازم به جنگلات نشده و مسوولیت شرعی و وظیفوی ما است که از قطع جنگلات جلوگیری کنیم. هر جایی که جنگل‌ها قطع شده، شاهد آفات و عواقب طبیعی ناگوار بوده‌ایم.»
در ادامه، مقامات حاضر نیز با سخنان خود حمایتشان را از برنامه‌های حفظ جنگلات اعلام کرده و اطمینان دادند که تدابیر لازم برای جلوگیری از قطع جنگلات اتخاذ خواهد شد.
این نشست با حضور مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی احمد الله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت  و دیگر مقامات مربوطه برگزار شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS