د کندهار ژړۍ کې ۶۰ بڼوالو او بزګرانو ته د اوبو مدیریت ورکشاپ دائر شو

mail-admin
Wed, Oct 23 2024 10:33 AM
د کندهار ژړۍ کې ۶۰ بڼوالو او بزګرانو ته د اوبو مدیریت ورکشاپ دائر شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د ماین پاکۍ هلو سرسټ سازمان په مالي ملاتړ او د افغانستان اقلیم او چاپېریال ساتنې مؤسسې په همکارۍ، په ژړۍ ولسوالۍ کې د ۶۰ بڼوالو او بزګرانو لپاره د اوبو مدیریت ورکشاپ جوړ شو. 
په دې یو ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بڼونو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو لګولو او مدیریت اړوند مهمې زده کړې ورکړل شوې. د دې ورکشاپ موخه د اوبو سپما، د اوبو ضایع کېدو مخنیوی، او د یو ګټور سیسټم معرفي کول وو، ترڅو بزګران او بڼوال وکولای شي اوبه په مؤثر ډول وکاروي.
ګډونوالو د ورکشاپ د ترسره کېدو څخه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه چې دا زده کړې به د هغوی د بڼونو او ځمکو لپاره د اوبو په ښه مدیریت کې مرسته وکړي.
د یادولو ده چې د اقلیم او چاپېریال ساتنې سازمان پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې په ژړۍ ولسوالۍ کې دوه د اوبو زیرمې او د اوبو مدیریت سیسټمونه جوړ کړي، ترڅو بزګران وکولای شي په لږو اوبو زیاته ځمکه خړوبه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS