په ننګرهار کې سلګونه مالدارانو ته د شېدو پاک ساتلو لوښي ورکړل شول

mail-admin
Tue, Oct 22 2024 10:19 AM
په ننګرهار کې سلګونه مالدارانو ته د شېدو پاک ساتلو لوښي ورکړل شول

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، ۳۰۰ مالدارانو ته د شېدو ټولولو او لیږدولو لوښي ورکړل شول.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس، مولوي محمد ولي محسن، وویل چې په سره رود، کوز کنړ او بهسودو ولسوالیو کې ۳۰۰ مالدارانو ته د شېدو ساتلو لپاره لس‌لیتره لوښي توزیع شول.
ښاغلي محسن زیاته کړه چې د دې لوښو وېش موخه، د شېدو پاک او صحي ساتنه او له یو ځایه بل ځای ته په درست او صحي طریقه انتقالول دي.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټه هر کال زرګونو مالدارانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS