د لوګر دکرنې رییس د مالدارۍ فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Oct 19 2024 12:59 PM
د لوګر دکرنې رییس د مالدارۍ فارم څخه لیدنه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې، چی د مالدارۍ څانګې آمر یې هم ملیتا کوله د مرکز پُل علم اړوند وزیر کلا کې د څارویو فارم څخه لیدنه وکړه.
دغه فارم د لوګر اوسیدونکی جنرال مبین خان لخوا جوړ شوی، چې پکې لسګونه ډوله څاروي ساتل کېږي او په کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. 
د لوګر دکرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید د فارم مسؤولینو اوکارکوونکو ته د حفظ الصحې او په فارم کې د څاریو ساتلو اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او د فارم د مسؤول دغه اقدام یې نیک وباله ورته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شی په دی ورستیو کې په دغه ولایت کې شخصي فارمونه زیات شوي، چې دکرنې ریاست هم د مالدارۍ سکټور پراختیا او د خصوصي سکټور د ملاتړ په پار له دوی سره هراړخیزې مرستې او همکارۍ کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS