د پکتیا زرمت کې د اوبولګولو کانال رغنیزې چارې پیل شوې 

mail-admin
Thu, Oct 10 2024 10:35 AM
د پکتیا زرمت کې د اوبولګولو کانال رغنیزې چارې پیل شوې 

١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتيا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت په زرمت ولسوالی کوتیخېلو کې د څه باندې دری  ميلونه افغانیو په ارزښت د  اوبولګولو کانال د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد کانال جوړولو د  بنسټ ډبرې  اېښودو  په مراسمو کې د پکتیا  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د کرنې ریاست مشاور، د یاد ریاست  کارکوونکو، د پاملرنې موسسې استازو، دیادې ولسوالی قومي مشرانو  او  بزګرانو ګډون کړی وو.
 د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سید امین  هاشمي د ډبرې اېښودو پر مهال د زرمت ولسوالی کوتیخیلو  کلي اوسیدونکو ته د یاد کانال د چارو د پیل مبارکي ورکړه، او ویې ویل  دغه کانال د ۳۰۰  مترو په اوږوالي  د کرنې ریاست  اړوند  د پاملرنې نړۍوالې موسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام په مالي ملاتړ  د  څه باندې  درې میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نیمې میاشتې په موده کې جوړېږي، چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
 ښاغلی هاشمي زیاته یې کړه، دا چې بزګران د هېواد  آبادونکي دي، نو موږ  هم  هڅه کوو، چې د دوی د کرنیز اقتصاد  د پیاوړتیا لپاره اړینې پروژې پلې کړو.
ښاغلي هاشمي دغه راز وویل، چې د کانال د جوړېدو په چارو کې به  د سیمې۷۵ تنه اوسیدونکو ته به ۴۵ کاري ورځو فرصتونه برابر  شي، او تر څنګ په یاده سیمه کې  د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه د اوبو ضایعاتو مخه ونیول شي او بزګران به د کرنیزو ځمکو د اوبولو په برخه کې هوسا شي.
په همدې حال کې ځايي اوسیدونکي او کروندګر دا کانال د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خورا ګټور بولي او  د ورته کانالونو، اوبو بندونو ، محافظوي دېوالو او نورو رغنیزو پروژو پر تطبیق ټینګار کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS