دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر له رییس سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 18 2024 9:55 AM
دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر له رییس سره وکتل

۲۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر رییس پولیک اوکسي غای او د یادې ادارې د بدیل پراختیایي پروګرامونو رییس آردکاسټم سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د افغان بزګرانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې کتنه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د نشه یي توکو کښت بند شوی، نوباید د کروندګر همکاري او ملاتړ وکړو تر څو په راتلونکي کې نشه یي توکي ونه کري او د دوی غوښتنې باید پوره شي. په دې فعالیت کې نه یوازې د افغانستان دولت بلکې ټوله نړۍ باید ونډه واخلي، باید ددې هېواد د بزګرانو د صادراتو، وارداتو، تولید، ښوونې او روزنې، د سبړ، مېوو او غلو دانو د پروسس او د بنسټیزو کارونو د تطبیق په برخه کې کار ووشي.»
ورپسې په افغانستان کې له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر مسوولینو د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې به په راتلونکو کنفرانسونو او غونډو کې له افغان بزګرانو سره د همکارۍ پر اړتیا خبرې وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته ګڼ شمېر بزګرانو بدیل کښت ته مخه کړې او د کرنې وزارت هوډ لري، چې دوی ته مناسب بدیلونه ورکړي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با رییس دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل
۲۸ سنبله ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با پولیک‌ اوکسی‌غای رئیس و آرداکاستم رئیس برنامه‌های انکشاف بدیل سازمان مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد ملاقات کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون گسترش همکاری‌های دوجانبه و ضرورت حمایت از دهقانان افغانستان تاکید نمودند.
معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت که با آمدن امارت اسلامی افغانستان کشت مواد مخدر منع قرار داده شده و دهقانان باید همکاری شوند تا در آینده به کشت مواد مخدر دست نزنند و تقاضای شان برآورده شود و در این فعالیت نه تنها دولت افغانستان بلکه تمام جهان باید سهم بگیرد، لازم است که برای صادرات، واردات، تولید، آموزش، پروسس محصولات سبزی، میوه و غله دهقانان این ملک و تطبیق کارهای بنیادی کار صورت گیرد".
بعدا مسوولان  دفتر مقابله با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد در افغانستان تعهد همکاری نموده اظهار داشتند که در کنفرانس‌ها و نشست‌های آینده در کشورهای خارجی بر لزوم همکاری به دهقانان افغانستان صحبت خواند نمود.
پس از ممنوعیت کشت کوکنار از سوی امارت اسلامی افغانستان بسیاری از دهقانان رو به کشت بدیل آوردند که در این راستا وزارت زراعت مصصمم به فراهم سازی بدیل‌های مناسب برای آنها می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS