هلمند کې د انجې دودولو په پار ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Tue, Sep 17 2024 3:42 PM
هلمند کې د انجې دودولو په پار ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
په وروستیو کلونو کې د هېواد یو زیات شمېر کروندګرو د انجې یا هېنګ کرکېلې ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، انجه یو طبي بوټی دی او په کرکېلې سره یې تر نورو کرنیزو محصولاتو ډېره ګټه کوي.
په همدې موخه د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ددې ولایت د نادعلي او نهرسراج په ولسوالیو کې د انجې د کرکیلې دودلو په پار بزګرانو ته د انجې ۹۲ ننداریزې کروندې جوړوي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه ننداریزې کروندې د نشیې توکو د کرنې د بدیل په موخه او د بزګرو د تشویق په پار کرل کېږي، چې د سیمې نور بزګر به هم ورڅخه زده کړې ترلاسه او بیا به یې په خپلو ځمکو کې وکري.
انجه، هنګ یا آنغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې کرکېلي وده کړې ده.
انجه یو طبي بوټی دى، چې د درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي او د کورني بازار تر څنګ نړۍوالوالو بازارونو کې هم په لوړه بیه پلورل کېږي.
افغانستان یو غرنۍ هېواد دی، چې په پراخه کچه بېلابېل طبي بوټي او نباتات لري او دغه بوټې په دودیزه توګه هم د خلکو له خوا د یو شمېر ناروغیو د درملنۍ لپاره کارول کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS