د کرنې په وزارت کې د غنمو د ۲۰ ډوله کټالوګ د چمتو کولو ورکشاپ پرانیستل شو

mail-admin
Sun, Sep 08 2024 2:08 PM
د کرنې په وزارت کې د غنمو د ۲۰ ډوله کټالوګ د چمتو کولو ورکشاپ پرانیستل شو

۱۸ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د غنمو د ۲۰ ډوله ملي کټالوګ د چمتو کولو ورکشاپ، چې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې په څېړنیزو فارمونو کې پرې څېړنې شوې او معلومات یې بشپړ شوي، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او دکرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او کارپوهانو په حضور کې پرانیستل شو.
دغه ورکشاپ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو څېړنو د عمومي ریاست له خوا د کرنې وزارت د عبدالوکیل خان په تالار کې د کرنیزو څېړنیو انسټیټوټ لوی رییس مولوی نصرت الله طلحه او د تطبیقي او توافقي څېړنو رییس ډاکټر رفیع الله باوري په شتون کې دائره شوې ده. ټاکل شوې، چې په ترڅ کې یې د کرنې وزارت د کارپوهانو له خوا دڅلورو ورځو لپاره د ۲۰ ډوله هغو غنمو د کټالوګ په موخه کار ووشي، چې د هېواد له څېړنیزو فارمونو څخه راټول او پرې څېړنې شوي دي.
 د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د بزګرانو د محصولاتو د کمیت او کیفیت په لوړولو کې د نباتاتو د ډولونو معرفي کول ګټور وګڼل او د دغه وزارت له متخصصینو یې وغوښتل، چې د غنمو بېلابېلو ډولونو کټالوګ یا پېژندنه په سمه او شفاف توګه چمتو کول ترڅو د هېواد د کرنې سکتور متخصصین وکولی شي د غنمو مختلف ډولونه توپیر کړي او په ورته وخت کې بزګرانو لپاره د غنمو مناسب ډولونه ترویج شي، تر څو وکولای شي د کرلو له لارې غوره حاصلات ترلاسه کړي.
کټالوګ دبوټو د پیژندنې تذکره یا کارت دی، چې ټول مورفولوژیکي او کیمیاوي ځانګړتیاوې پکې شاملې دي، او پیرودونکي (د دولتي تخمونو تولیدي شرکت، خصوصي شرکتونه او بزګران) یې بېلابېل ډولونه تشخیص او پېژندلی شي.

ورکشاپ تهیه کتالوگ ۲۰ ورایتی گندم در وزارت زراعت افتتاح شد 
۱۸ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ورکشاپ تهیه کتالوگ ملی ۲۰ ورایتی گندم که در فارم‌های تحقیقاتی کشور در زون‌های مختلف بالای آن تحقیق صورت گرفته و معلومات آن تکمیل گردیده است با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری و شماری از روئسا و متخصصین وزارت زراعت برگزار شد.
این ورکشاپ که در تالار عبدالوکیل خان وزارت زراعت از سوی ریاست عمومی تحقیقات زراعتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مولوی نصرت الله طلحه ریییس عمومی انستتیوت تحقیقات زراعتی و داکتر رفیع الله باوری رییس تحقیقات تطبیقی و توافقی برگزار شده است قرار است به مدت چهار روز متخصصین بخش تحقیقات زراعتی وزارت زراعت روی تهیه کتالوگ ۲۰ ورایتی گندم که معلومات آن از  فارم های تحقیقاتی کشور جمع آوری گردیده است کار نمایند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در برنامه افتتاح این ورکشاپ معرفی انوع ورایتی های نباتات را برای دهاقین جهت بلند بردن کمیت و کیفیت محصولات شان موثر دانسته و از متخصصین وزارت زراعت خواست که کتالوگ و یا شناسه ورایتی‌های مختلف گندم را به گونه دقیق و شفاف تهیه نمایند تا متخصصین سکتور زراعت کشور بتوانند از طریق آن ورایتی متفاوت گندم را تفکیک نمایند و همین گونه برای دهاقین ورایتی های مناسب ترویج گردد تا با کشت آن حاصلات بهتری بدست بیاوردند.
کتالوگ تذکره نباتی است که در آن تمام خصوصیات مارپولوجیکی و کیمیاوی در آن درج می شود و مشتریان با استفاده از آن (شرکت دولتی تولید تخم‌های بذری، شرکت‌های خصوصی تولید تخم‌های بذری و دهقانان) ورایتی‌های مختلف آن را تشخیص و شناسایی می‌نمایند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS