چین ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
Sat, Aug 31 2024 11:55 AM
چین ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکوني د رییس مولوي صدیق الله رحماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.
دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې تر سره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.
دغه راز په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.
په غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ، جي،آی،اس او ام،آی،اس او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.
ټاکل شوې، چې دغه پلاوی په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو څخه هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.
په دغه پلاوي کې، چې مشري یې د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله رحماني کوي، د بدیل معیشیت رییس عبدالخالق محجوب، دکرنې وزارت د مقام سلاکاران میرویس خوګیاڼی او شفیع الله مومند، نوراغا خلیل صافی او دکرنې وزارت یوشمېر کارپوهان ګډون لري.

سفر هیئت وزارت زراعت به کشور چین
۱۰ سنبله  ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از متخصصین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری غرض اشتراک در نشست سه جانبه زراعتی چین، افغانستان و پاکستان به کشور چین سفر کردند.
این نشست در شهر شی چین کشور چین به مدت ده روز برگزار می شود و در مدت ده روز پیرامون تمام برنامه‌های زراعتی کشور چین، پلان ده ساله زراعتی کشور چین و عوامل تحول و پیشرفت زراعت کشور چین بحث خواهد شد.
در این برنامه همچنان پیرامون چگونگی ارتقای ظرفیت کارمندان عرصه زراعت و دهاقین و چگونگی به خودکفایی رسیدن کشور چین در عرصه زراعت نیز بحث خواهد شد.
در عین حال در این نشست پیرامون چگونگی رشد کشت پنبه، جواری، سیستم های آبیاری، تکنالوژی آبیاری، جی آی اس  و ام آی اس و استفاده از آن ها در پیشرفت زراعت نیز بحث خواهد شد 
قرار است هیئت وزارت زراعت در جریان این سفر از تاسیات زراعتی، وسایل و ماشینری زراعتی و سایر انکشافات زراعتی کشور چین نیز بازدید کرده و تجارب موفق آن را به افغانستان انتقال دهند.
این هیئت به سرپرستی مولوی صدیق الله رحمانی رییس تصدیق دهی تخم‌های بذری وزارت زراعت و با حضور عبدالخالق محجوب رییس معیشت بدیل، میرویس خوگیانی، شفیع الله مومند مشاورین مقام وزارت، نور آقا خلیل صافی و شماری از متخصصین وزارت زراعت انجام شد.a

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS