ننګرهار کې ۳۵ زره بزګرانو ته دغنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سري ورکول کېږي

mail-admin
Wed, Aug 28 2024 11:47 AM
ننګرهار کې ۳۵ زره بزګرانو ته دغنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سري ورکول کېږي

۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې دختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي او مل پلاوي سره په کتنه کې، د راتلونکو پلانونو، ستونزو، فرصتونو او لاسته راوړنو په هکله خبرې اترې وکړې.
ددې غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې دختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي وویل دوی سږ کال د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې ۳۵ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې پخپل وخت ورکوي.
نوموړې وویل، په نږدې راتلونکي کې د ۱۷۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت په کامي ولسوالۍ کې د اوبو ښه مدیریت په موخه د دوو کانالونو جوړولو او پاک کارۍرچاري چې ۳ زره او ۲۶۰ متره اوږدوالي لري پیلوي.
هغه زیاته کړه د مالدارۍ پیاوړتیا او پوستکي ناروغۍ مخنیوي په موخه ننګرهار کې ۱۰۰ زره څارویو ته واکسینونه تطبیقوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د داسې ګټورو پروژو په پلي کولو خوښي وښوده او دوی ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS