د امربالمعروف وزارت لپاره د ودانيو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبيت او تشخيص غونډه دائره شوه 

mail-admin
Mon, Aug 26 2024 2:06 PM
د امربالمعروف وزارت لپاره د ودانيو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبيت او تشخيص غونډه دائره شوه 

۵ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ د اراضۍ لوی رياست په مقام کې جوړه شوې غونډه کې، چې د امربالمعروف وزارت لپاره د ودانيو د جوړولو په موخه د ځمکو د تثبيت او تشخيص غونډه دائره شوه  د امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت د پلان رییس شيخ محب اللّٰه مخلص، د اراضۍ ادارې د جيوديزي او کدستر عمومي رییس مولوي سعيدالرحمن مظهري، د کابل ښاروالۍ د پلانونو د طرح او تطبيق رياست د ښاري طراحی کارپوه انجنير پروېز رشيدي، د کابل ښاروالۍ د انسجام رياست د پلانونو مسؤل مبارز ساپی، د کورنيو چارو وزارت د امارتي املاکو د غصب د مخنیوي څانګې عمومي مدير حاجي غلام علي سعيد او د دغو څانګو یو شمېر سلاکانو هم ګډون درلود.
په پیل کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت د پلان رییس خبرې وکړې او د يادې موضوع په تړاو يې وويل: «د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت په مرکز او ولايتونو کې د خپلو څانګو لپاره د ځای او دفترونو د نشتوالي له امله له دېرو ستونزو سره مخ دي.نو پدې اړه مو د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله ) دفتر ته يو وړانديز ترتيب کړ تر څو زموږ ستونزو ته په جدي توګه رسيدګي وشي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۸۲۵) ګڼې ۲۷/۱۱/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس زمونږ لپاره په مرکز کې په دوه ويشتو حوزو او د هېواد په کچه په ټولو ولسوالیو کې لس لس بسوه ځمکه زموږ د دفترونو د جوړولو په موخه حکم صادر کړ.»
نوموړي زیاته کړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) دفتر د اراضۍ لوی رياست، کورنيو چارو وزارت او ښاروالۍ رياست ته دنده سپارلې ترڅو په مرکز او ولايتونو کې د امر بالمعروف وزارت لپاره د نظامي تاسيساتو، ودانيو او د سپينو ځمکو د تثبيت او تشخيص په موخه هراړخيزې څېړنې ترسره کړي.
ورپسې د ښاروالۍ رياست او کورنیو چارو وزارت مسؤلینو په خپل وار خبرې وکړې او د يادې موضوع په اړه يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې د اراضۍ لوی ییس مولوي محمود مظلوم ټولو مربوطه څانګو ته لارښوونه وکړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظ اللّٰه) د حکم د پلي کېدو په موخه په ياده موضوع کې ښکېل له ټولو مربوطه څانګو څخه په عاجله توګه يوه با صلاحيته کميټه جوړه شي، چې مشري به يې د اراضۍ رياست کوي، په پيل کې په مرکز کې او وروسته د ولاياتو او ولسواليو په کچه د امربالمعروف وزارت لپاره د ودانيو د جوړولو په پار د ځمکو د تثبيت او تشخيص په برخه کې خپل کار پيل کړي.
ښاغلی مظلوم وويل: «دا کميټه به په پوره توګه د نظام تاسيساتو، ودانيو او سپينو ځمکو په تشخيص کې صلاحيت لري او ټول امارتي ادارې به له دوی سره همکارۍ ته ژمن وي».
همدارنګه د امربالمعروف وزارت مسؤلینو ته هم ډاډ ورکړ، که چېرې د دوی کارکوونکي د جایدادونو د تثبيت په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي نو موضوع دې د اراضۍ لوی رياست له رهبري سره شريک کړي ترڅو ستونزو ته يې په عاجله توګه رسېدنه وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS