د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ له والي سره وکتل

mail-admin
Thu, Aug 01 2024 11:02 AM
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د کونړ له والي سره وکتل

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کونړ له والي مولوي قدرت الله ابوحمزه سره وکتل.
په دې کتنه کې د کونړ د کرنې رییس مولوي سلیمان، د اوبولګولو د عصري تکنالوژۍ رییس مولوي معاذالله عادل، د شنې قطعې یا ځنګلونو د ساتنې مرستیال ملا عبدالله او د کرنې وزارت او د کونړ ولایت یو شمېر کارکوونکو شتون درلود. 
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په دې غونډه کې وویل، چې د ځنګلونو ساتنه او د لرګیو د قاچاق مخنیوی د حکومت له اساسي دندو څخه دي، چې باید مخنیوی یې وشي او هیچا ته د دې حق ورنکړل شي، چې د هېواد له ملي پانګې ناوړه ګټه پورته کړي. کونړ هغه ولایت دی، چې د جغرافیې ډېره برخه يې شنو ځنګلونو پوښلې ده، چې پاید ترې ساتنه ووشي. د ټولو ادارو مسوولیت دی چ د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي. موږ د دې لپاره راغلي یو چې وګورو د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي فعالیتونه څنګه دي.
 ورپسې د کونړ والي او د شنې قطعې مرستیال د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي په برخه کې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او په راتلونکي کې د لا زیاتو کارونو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د ضبط شويو لرګيو د راټولولو او مناسب ځاى ته د لېږدولو په پار هم خبرې وشوې.

دیدار معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با والی کنر 
۱۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع وزارت زراعت، آبیاری و منابع طبیعی در سفر به ولایت کنر با مولوی قدرت الله ابوحمزه والی کنر دیدار کرد.
در این دیدار مولوی سلیمان رییس زراعت کنر، مولوی معاذالله عادل رئیس تکنولوژی‌های نوین آبیاری، ملا عبدالله معاون قطعه سبز یا قطعه محافظت از جنگلات و تعدادی از کارمندان وزارت زراعت و ولایت کنر حضور داشتند.
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت در این دیدار گفت که حفاظت از جنگلات و جلوگیری از قاچاق چوب یکی از وظایف اساسی دولت است که باید جلو آن گرفته شود، به هیچکسی حق استفاده از سرمایه ملی کشور داده نشود، کنر ولایتی است که بیشتر جغرافیایی آن جنگلی می‌باشد و باید از آن محافظت شود، مسوولیت تمام ادارات حکومتی است که مشترک برای محافظت از جنگلات کار کنند، آمده ایم تا ببینیم فعالیت‌های جلوگیری‌ از قطع جنگلات و قاچاق چوب چگونه است، بعدا والی کنر و معاون قطعه سبز در مورد فعالیت‌ها برای جلوگیری از قطع جنگلات سخن گفتند و روی کارهای بیشتر در آینده صحبت گردید. 
همچنان در این مجلس روی جمع آوری و انتقال چوب های ضبط شده به یک محل مناسب بحث گردید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS