د ځنګلونو ساتنې په پار خوست ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

user-admin
Wed, Jul 31 2024 8:44 AM
د ځنګلونو ساتنې په پار خوست ولایت ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل په مشرۍ پلاوی؛ د ځنګلونو د تنظیم رییس محمد امان امانیار او د طبیعي سرچینو ریاست د یو شمېر کارکوونکو په شتون کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ساتنې په موخه خوست ولایت ته سفر وکړ. 
د دغه سفر په ترڅ کې یاد پلاوي لومړی د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له کارکوونکو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي او د طبیعي زېرمو په ساتنه کې پوره هڅې وکړي.
په همدې حال کې یاد پلاوي د خوست له والي او د دغه ولايت له سيمه ييزو مسوولينو او مخورو سره د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي په موخه غونډه دائره وکړه او د ځنګلونو او طبيعي زېرمو د ساتنې په برخه کې يې د خوست ولايت له ځايي چارواکو او اوسېدونکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل د ځنګلونو د ارزښت او ګټو او په ژوند باندې د هغو د اغېزو په اړه خبرې وکړې او په خوست ولایت کې یې د ځنګلونو د وهلو او له طبیعي زېرمو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
دغه راز د ځنګلونو د تنظيم رییس محمد امان امانيار هم د کرنې وزارت له خوا د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي لپاره د رامنځته شويو بديلونو په اړه خبرې وکړې او د خوست له اوسېدونکو يې وغوښتل، چې د ځنګلونو د وهلو په مخنيوي کې له مسوولينو سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې دخوست والي هم وويل، چې په دغه ولايت کې دځنګلونو وهل منع دي او دځنګلونو دله منځه وړلو په مخنيوي کې يې دکرنې وزارت له مسوولينو سره د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.
دغه پلاوی خوست ولايت ته د وچو لرګيو د ټالونو د تثبیت او د ځنګلونو د پرې کولو د مخنيوي په موخه سفر کړى دى.

سفر هیئت وزارت زراعت به ولایت خوست جهت حفاظت از جنگلات 
۹ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
هیئتی از وزارت زراعت به سرپرستی مولوی عبدالاحد خلیل رییس عمومی منابع طبیعی و با حضور محمد امان امانیار رییس تنظیم جنگلات و شماری از کارمندان ریاست‌ عمومی منابعی طبیعی به منظور حفاظت از جنگلات و منابع طبیعی به ولایت خوست سفر کرده اند.
در جریان این سفر هیئت متذکره در نخست با کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست دیدار کرده و از آنها خواستند که در قسمت جلوگیری از قطع جنگلات و حفاظت از منابع طبیعی تمام تلاش خود را انجام دهند.
در همین حال هیئت متذکره نشستی را با حضور والی ولایت خوست و مسوولان و متنفذین محلی آن ولایت پیرامون جلوگیری از قطع جنگلات برگزار و در آن خواستار همکاری مسوولان محلی و باشنده گان ولایت خوست در بخش حفاظت از جنگلات و مناع طبیعی شدند.
در این برنامه مولوی عبدالاحد خلیل رییس عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت در مورد اهمیت و فواید جنگلات و تاثیرات آن بالای زندگی صحبت کرده و خواستار جلوگیری از قطع جنگلات و استفاد بی رویه از منابع طبیعی در ولایت خوست شد.
همچنان محمد امان امانیار رییس تنظیم امور جنگلات نیز پیرامون بدیل های ایجاد شده جهت جلگوگیری از قطع جنگلات از سوی وزارت زراعت سخن زده و از باشنده گان ولایت خوست خواست که در جلوگیری از قطع جنگلات با مسوولان همکاری نمایند.
در همین حال والی خوست نیز در این نشست از ممنوع بودن قطع جنگلات در آن ولایت سخن گفته و اطمینان همکاری لازم را با مسوولان وزارت زراعت جهت جلوگیری از قطع جنگلات سپرد.
این هیئت به هدف تثبیت انبار‌های چوب خشک شده و جلوگیری از قطع بیشتر چوب به ولایت خوست سفر کرده اند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS