د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال په لغمان کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه

user-admin
Tue, Jul 30 2024 10:52 AM

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د لغمان په ښار کې د شنه قطعې د ځواکونو له خوا نیول شوي د لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي فیضان د شنې قطعې ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې راټول شوي لرګي دې مناسب ځای ته انتقال کړي، ترڅو د امارت رهبري په دې اړه پرېکړه وکړي.
مولوي فيضان دغه راز د ځنګلونو پر ساتنې ټينګار وکړ او ويې ويل: «د ځنګلونو ساتنه يو له سترو او اساسي مسووليتونو څخه ده، موږ د ځنګلونو ساتنې ته ژمن يو او له مسوولو ځواکونو مو هيله ده، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.»
دا لیدنه ختیځو ولایتونو ته د مولوي فیضان د سفر او له سیمه ییزو چارواکو سره د کرنیزو پروژو د ارزونې او د طبیعي زیرمو د ساتنې په ترڅ کې ترسره شوی.

بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی از انبار چوب ضبط شده در ولایت لغمان
۸ اسد ۱۴۰۳ ه‍.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از انبار چوب ضبط شده توسط نیروهای قطعه سبز در شهر لغمان بازدید کرد. 
در این بازدید، مولوی فیضان به نیروهای قطعه سبز توصیه کرد که چوب‌های جمع‌آوری شده را به مکان مناسب انتقال دهند تا رهبری امارت درباره آن‌ها تصمیم‌گیری کند. 
مولوی فیضان همچنین بر اهمیت حفاظت از جنگلات تاکید کرد و گفت: "حفاظت از جنگلات یکی از مسئولیت‌های بزرگ و اساسی است. ما متعهد به حفاظت از جنگلات هستیم و انتظار داریم که نیروهای مسئول نیز در این زمینه همکاری کنند."
این بازدید در ادامه سفر مولوی فیضان به ولایت‌های شرقی و دیدارهای او با مقامات محلی برای بررسی پروژه‌های زراعتی و حفاظت از منابع طبیعی صورت گرفت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS