د کندهار د میوند چینې کانال چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوي

mail-admin
Sat, Jul 27 2024 9:11 AM

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د میوند په ولسوالی کې د مېوند چینې د کانال جوړولو رغنیزې چارې دامهال ۴۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې یې په ډېرې چټکۍ سره جریان لري، چې ډېر ژر به بشپړ او ګتې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د میوند چینې کانال ۲.۴ کیلومتره اوږدوالی او ۷۰ سانتي متره جګوالی لري، چې چارې یې کابو نیمایي شوي او تر څلورو میاشتو به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د چارواکو په خبره دامهال په دې کانال کې لسګونه کسان او ماشینري په کار بوخت دي.
ددې کانال په جوړولو سره به زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو زمینه برابره او سلګونه جریبه شاړې ځمکې به کرکېلي ته چمتو شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS