د ننګرهار نازیانو کې څارویو ته د چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

mail-admin
Sun, Jul 21 2024 2:49 PM
د ننګرهار نازیانو کې څارویو ته د چیچک ناروغۍ پر وړاندې د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۳۱چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت د نازیانو په ولسوالی کې څارویو ته د چیچک پروړاندې د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبواګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وویل، چې د نازیانو ولسوالی کې پنځه زره څارویو ته د چیچک ضد واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
دغو چارواکو زیاته کړه، چې د یاد واکسین د طبیق موخه په څارویو کې د چیچک ناروغۍ له منځه وړل، او دغه راز د مالدارۍ محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې ټیټول او د مالدارانو د عوایدو لوړول دي.
باید وویل شي، چې د هالینډ کمېټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو،  حیوانې خوراکې وېش،  حیوانې کلینیکونو،  کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوی کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS