دهلمند ولایت د حیواني درمل پلورونکو ټولنې له مسؤلینو سره ناسته وشوه 

mail-admin
Mon, Jul 15 2024 2:06 PM
دهلمند ولایت د حیواني درمل پلورونکو ټولنې له مسؤلینو سره ناسته وشوه 

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت د یوشمېر چارواکو په شتون کې په هلمند کې د حیواني درمل پلورونکو ټولنې له مسؤلینو سره وکتل. 
په دغه ناسته کې د یادې ټولنې مسؤلینو ته د حیواني درملو د پلور په برخه کې د ځانګړې کړنلارې له مخې لازم معلومات وړاندې شول. 
یادو مسؤلینو ته د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر سپارښتنه وکړه ترڅو د لسو ورځو په جریان کې په خپلو درمل پلورنځیو کې حیواني او کرنیز درمل سره جدا کړي او هر درمل پلورونکی باید دځانه سره یو تن مسلکي کس ولري ترڅو ددې ولایت مالدارانو ته معیاري خدمات وړاندې شي.
د یادې ټولنې مسؤلینو ژمنه وکړه، چې دغه سپارښتنې به عملي کوي او د کرنې ریاست مسؤلینو ته به د خپلو کړنو په اړه ډاډ ورکوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS