د کرنې په وزارت کې د ۱۴۰۳ کال د پراختیایي پروژو د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Jul 14 2024 3:55 PM
جلسه ارزیابی پیشرفت کار پروژه‌های انکشافی سال ۱۴۰۳ در وزارت زراعت دایر گردید

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ کال د پراختیایي پروژو د کاري پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال حاضرو رییسانو ته وويل: «خلک له موږ او تاسو څخه دخدمت تمه لري، ترڅو دوی ته کار ووشي، خپلو خلکو لپاره باید خدمت وکړو، دا غونډه په همدې موخه دائره شوې ده، چې خپل د پیاوړتیا او کمزورۍ ټکي  وپېژنو او د کار د پرمختګ او مصرف شوي بودیجې په اړه معلومات ترلاسه کړو.»
ورپسې د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسین احمد خورشید د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري پیغام ولوست، چې په کې د څارویو د نسل اصلاح، د کرنې میکانیزه کولو، د سړوخونو جوړولو، خلکو سره د کارکولو، د اوبولګولو د ودانیو جوړولو او په ټوله کې بنسټیزو پروژوته اشاره شوې وه او دغه راز روڼتیا رامنځته کولو، حساب ورکونې، اغېزمنتوب، د وخت مدیریت او انډول ساتنې باندې هم ټینګار شوی ؤ.
د غونډې په ترڅ کې د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست مسوولینو د بودجې د مصرف او د پروژو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او حاضرو رئیسانو په ځینو مواردو کې خپل نظریات شریک کړل.

جلسه ارزیابی پیشرفت کار پروژه‌های انکشافی سال ۱۴۰۳ در وزارت زراعت دایر گردید
۲۴ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه جهت ارزیابی چگونگی پیشرفت کار پروژه‌های انکشافی سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت تحت سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت دایر گردید.
در این جلسه معین مالی و اداری وزارت زراعت به روساء حاضر گفت" مردم از ما و شما توقع خدمت دارند تا برای شان کار صورت گیرد، برای مردم خود خدمت کنیم، این جلسه به همین خاطر دایر شده که نقاط قوت و ضعف خود را دریافت کنیم و از پیشرفت کارها و بودجه مصرف شده باخبر شویم".
بعد از آن ملا محمد حسین خورشید احمد رئیس دفتر وزارت زراعت پیام مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت را به حاضران به خوانش گرفت که در آن روی اصلاح نسل حیوانات، میکانیزه سازی زراعت، ایجاد سردخانه‌ها، کار با مردم، ایجاد ساختمان‌های آبیاری و در مجموع پروژه‌های زیر بنایی اشاره شده بود و تاکید به شفافیت، حساب دهی، موثریت، مدیریت زمان، رعایت توازن شده بود".
در جریان جلسه مسوولان ریاست مالی و حسابی وزارت زراعت در مورد مصرف بودجه و پیشرفت کار پروژه‌ها معلومات ارائه و نیز روساء حاضر نظریات خویش را در بعضی موارد شریک ساختند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS