غزني کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
Wed, Jul 10 2024 9:46 AM
غزني کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

۲۰چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دغزنې ولایت د ځمکې غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د غزني ولایت د ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د غزني ولایت آب بند ولسوالی ته  سفر وکړ، چې پدې سفر کې د غزني د کرنې رییس او د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی رییس ملا ګلاب الدین«ذبیح الله» سربېره دښاروالي رییس مولوي محمد نبي حمزه، دمستوفیت رییس مولوی محمد فاروق، دامنیت آمر مولوي نصرت الله خادم، داستخباراتو استازی مولوی عثمان غنيفدایي دګادیستر مدیر، دهماهنګي مدیر او یوشمېر نورو چاراکو هم حضور درلود.
 دغه سفر د لویو او پراخو دښتو تثبیت، د لوړګي سیمې د غصب شوي ځمکې تثبیت، د چاراهي قمبر اړوند ۴۲۸ کورنیو کډوالو لپاره د ځمکې تثبیت او د غصب شویو ځمکو د تثبیت په موخه ترسره شوې وه.
باید وویل شي، چې د غزني ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS