ازرې ولسوالی ته د لوګر دکرنې رییس سفر 

mail-admin
Mon, Jul 08 2024 2:56 PM
ازرې ولسوالی ته د لوګر دکرنې رییس سفر  ۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش ۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق دلوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالروف سعید په داسې حال کې، چې  د یاد ریاست د همغږۍ او څارنې کمیټې غړو/ د کرنیزو چوپړونو، عوایدو او مالدارۍ آمرینو یې هم ملتیا کوله ددې ولایت ازرې ولسوالی ته کاري او نظارتي سفر تر سره کړه. د سفر په لړ کې یې د ازرې ولسوالی مرستیال مولوی سردار محمد کبیر، دینی علماوو، قومی مشرانو بزګرانو او د کرنې مدیریت له کارکوونکو سره په جلا جلا ناستو کې ولیدل. د ازرې مرستیال ولسوال پلاوی ته د

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دلوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالروف سعید په داسې حال کې، چې  د یاد ریاست د همغږۍ او څارنې کمیټې غړو/ د کرنیزو چوپړونو، عوایدو او مالدارۍ آمرینو یې هم ملتیا کوله ددې ولایت ازرې ولسوالی ته کاري او نظارتي سفر تر سره کړه.
د سفر په لړ کې یې د ازرې ولسوالی مرستیال مولوی سردار محمد کبیر، دینی علماوو، قومی مشرانو بزګرانو او د کرنې مدیریت له کارکوونکو سره په جلا جلا ناستو کې ولیدل.
د ازرې مرستیال ولسوال پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په ازرې ولسوالی کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې له تر سره شویو کړنو او مرستو مننه وکړه، او په یاده برخه کې یې په ازرې ولسوالی کې شته ستونزې له پلاوی سره شریکې کړې.
د قومی مخورو په استازولۍ قاضي عبدالهادي او حاجي امیر په خپلو خبرو کې وویل؛ خوښ یو چې ا.ا.ا مسؤولین له د ولسونو ستونزیې اوري ورته د حل لاره چاره لټوي همدا راز یې له مسؤولینو وغوښتل، چې د ازرې ولسوالی ولسونه بې وزله دي توجه دې ورته زیاته کړي او زیاته یې کړه، چې په هر وخت کې ا.ا.ا له مسؤولینو سره پروه همکار دي.
په همدې حال کې د لوګر دکرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د ځنګلونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل، چې ځنګلونه زموږ ملي شتمنۍ ګڼل کېږي او د ازرې ولسوالی له میشتو ولسونو یې وغوښتل، تر څو د ملي شتمنۍ ساتنه وکړي، د دی تر څنګ یې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چی پوره هڅه کوي، چې ددې ولسوالی د بزګرانو او مالدارانو ستونزې پر خپل وخت له مسؤولینو سره شریکې کړي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولینو په ازرې ولسوالی کې په خپله برخه کې بېلا بېلې پروژې پلي کړي دي، یاد پلاوي د ازرې ولسوالی ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ورته به لا زیاتې چوپړتیاوې  وړاندې کړي.
باید وویل شي، د تر سره شوي سفر په لړ کې مسؤولینو د طبیعي ځنګلونو او کرنیزو ټوټو لیدنه وکړه، دغه سفر په داسې حال کې تر سره کېږي، چې تر دې وړاندې یاد پلاوی خروار او څرخ ولسوالۍ ته هم سفرونه کړي وو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS