لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Jul 08 2024 1:27 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.

۱۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.ښاغلی محمد په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ او تاسو ته د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، تثبیت او تشخیص یو دروند مسوولیت راسپارل شوی دی، دغه چاره پر وخت د لایحې او لارښود مطابق ترسره او په دې برخه کې باید خپلې هلې ځلې لاپسې کړندۍ کړو.»
د غونډې په ترڅ کې دخانخېل او عمرخېلو د ځمکې حقوقي دوسیې باندې بحث او خبرې وشوې تربحث وروسته دمدعي بها په هکله تصمیم ونیول شوه، چې یو پلاوي به نوموړې سیمې ته ورځي او دغه سیمه به له نږدې ګوري د لارښود مطابق او دکدستري نقشې په تطبیق کولو د مدعي بها سکیج، کروکي او فاصل حد به معلوموي.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS