فاریاب ولایت ته د کرنې وزیر سفر

mail-admin
Sat, Jun 22 2024 3:28 PM
سفر وزیر زراعت به ولایت فاریاب


۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فاریاب له والي مولوي عبدالاحد فضلي او د فاریاب ولایت له مرستیال والي مولوي حمیدالله ارشاد سره وکتل.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د یوشمېر رییسانو او د فاریاب ولایت د سيمه ييزو ادارو د يو شمېر چارواکو په شتون کې د فارياب ولايت د والي په دفتر کې جوړه شوې وه، په کې د ځمکو د غصب مخنيوی، د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او دکرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه ییزه کچه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پروګرامونو د تطبیق په پار د کرنې او د ځمکو ادارې د کارکوونکو د ملاتړ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
ددې کتنې په ترڅ کې مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د پلانونو په عملي کولو کې د کرنې وزارت او سيمه ييزو ادارو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې يې د فارياب ولايت له سيمه ييزو مسوولينو څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د فارياب والي او مرستيال والي د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د پلي کولو په برخه کې خپل ملاتړ او همکارۍ اعلان کړل.

سفر وزیر زراعت به ولایت فاریاب 
۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءلله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سفری به ولایت فاریاب با مولوی عبدالاحد فضلی والی فاریاب، مولوی حمیداالله ارشاد معاون ولایت فاریاب دیدار کرد.
این دیدار که  در دفتر والی فاریاب با حضور شماری از روئسای وزارت زراعت و ادارات محلی ولایت فاریاب صورت گرفت در آن  در مورد جلوگیری از غصب و استرداد زمین، حفاظت از جنگلات، علفچرها، انکشاف زراعت و مالداری صحبت گردید.
 در این دیدار دو طرف پیرامون حمایت و همکاری کارمندان زراعت، مالداری و اراضی در راستای تطبیق برنامه‌ها در سکتور زراعت و مالداری در محلات صحبت نمودند.
مولوی عطاءالله عمری در این دیدار هماهنگی میان وزارت زراعت و ادارات محلی را در تطبیق برنامه های وزارت زراعت مهم پنداشته و خواستار همکاری بیشتر مسوولان محلی ولایت فاریاب با وزارت زراعت شد وزیر زراعت همچنان پیرامون فعالیت‌های کمیسون جلوگیری از غصب صحبت کرده و تاکید بر تحقیق فرایند بازپس گیری زمین های غصب شده کرد.
 در همین حال والی و معاون والی فاریاب حمایت و همکاری خویش را جهت انجام  فعالیت‌های زراعتی و مالداری اعلان نمودند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS