هلمند کې ۱۶۰ شنې خونې رغول شوي دي

content_admin
Wed, Oct 09 2019 1:46 PM
 هلمند کې ۱۶۰ شنې خونې رغول شوي دي

۱۷ تله ۱۳۹۸
هلمند د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د تودې هوا لرونكى او يوازې د اوړي په موسم كې د سبو او نيالګيو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، خو د دغه ولايت بزګر خوشاله دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې په خپلو شنوخونو کې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې په مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې بزګرو ته ۱۶۰ بابه شنې خونې جوړې شوي دي، د دغو شنوخونو د جوړولو ۷۵ لګښت د مرسي کورپ بدیل معیشیت پروګرام او ۲۵ سلنه لګښت یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکړل شوي دي.
د هلمند مرکز لښکرګاه د مختار په سیمه کې د کرونده کرو ټولنې مشر حاجي عبدالشکور وایي، چې پخوا به د ژمي په موسم کې یې له نورو ولایتونو او ان له بهره سابه او ترکاري واردول خو اوس د شنوخونو له برکته ددې ترڅنګ، چې دغه واردات بند شوي دي دوی نورو ولایتونو ته صادرات هم لري.
هلمندیان وایي، خوشاله په دي چې اوس په هر موسم کې له بهره د وارد شوي خراب او خوسا سبو او تركاريو پر ځاى تازه او د خپلې خاورې سابه او ترکارۍ كورونو ته وړي.د هلمند ګڼ شمېر او سیدونکي خوشاله دي، چې د دوی ولایت د سبو او ترکاریو د تولید په پرخه کې د بسیا کېدو پر خوا روان دی. دوی وایي: «مخکې تر دې چې زموږ په ولایت کې شنې خونې نه وې موږ مجبور ووچې له بهره وارد شوي خوسا او بېکاره سابه او ترکارۍ و پېرو، خو اوس د شنوخونو له بركته بادرنګ، بېنډۍ، بانجان او روميان په ژمي كې هم ترلاسه كېږي.»
شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د هلمنديانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوی.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS