هلمند کې د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او پراختیا په پار هڅې کړندي شوي

content_admin
Mon, Oct 07 2019 3:16 PM
 هلمند کې د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او پراختیا په پار هڅې کړندي شوي

۱۵ تله ۱۳۹۸
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دې ولایت د ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه هڅې کړندي شوي او د یادو برخو د ساتنې او پراختیا په پار ددې ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو، کوچیانو، مالدارانو او بزګرانو سره منظمې غونډې او خبرې اترې کیږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د ځنکلونو، څړځایونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار ولسي کمېټې جوړې شوي دي، چې په یادو برخو کې تل د کرنې له ریاست سره همکاري او مرسته کوي.
ښاغلي الکو وایي، چې د څړځایونو د ساتنې په موخه یې ۱۴ ولسي کمېټې جوړې کړي دي، چې له یادو سیمو څخه ساتنه او پالنه کوي.
د هلمند دکرنې اداره د ځنګلونو او څړځایونو د اساسي او مهمو ستونزو د هوارولو په پار د ولسي کمېټو او د کرنې ریاست غونډې د ارزښت وړ بولي او زیاتوي په په ګډه کولای شو، چې د خپلو طبیعي سرچینو ښه ساتنه او پالنه وکړو.
د هلمند دکرنې ریاست د سیمې اوسیدنکي، بزګران، مالداران او کوچیان هڅوي ترڅو پخپلو سیمو کې د طبعي ځنګلونو، څړځایو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او له هغوی څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.
د هلمند دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو د بیارغونې او ساتنې په موخه هڅې کړندې کړې او دا لړۍ به روانه وي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS