پکتیا والي سره ددې ولایت د ځمکو غصب مخنیوی کمېټې لیدنه

mail-admin
Tue, May 07 2024 11:18 AM
پکتیا والي سره ددې ولایت د ځمکو غصب مخنیوی کمېټې لیدنه

١۸ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی رییس مولوی عبدالرؤف سعید او د یاد پلاوي غړو د پکتیا والي الحاج ملا مهر الله حماد سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
پۀ پيل کې د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالرؤف سعید د تخنیکي پلاوی د چارو او ترسره شویو کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او ورپسې د ياد پلاوی غړو د عامه ملکیتونو او دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي د نافذه مقررې او کړنلارې په اړه خبرې وکړې، چې پۀ ترڅ کې يې خپل نظرونه له یو بل سره تبادله کړل.
د غونډې په ترڅ کې د تخنیکي پلاوی غړي او د پکتیا عدلیې رییس مولوي محمد محمدي  مرکز کې د جوړ شوي څو ورځني سمينار پۀ اړه مالومات، کړنلاره او د مشرتابه محترم مقام حکمونه له پکتيا والي سره شريک کړل.
په همدې حال کې د پکتيا والي د ياد تخنیکي پلاوي کړنې او فعالیتونه وستايل او په  اړوند برخه کې یې د ياد پلاوي غړو ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې د ولسونو ستونزو ته پروخت رسېدنه ووشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS