د هلمند مرکز لښکرګاه پر ۸۷ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

content_admin
Mon, Oct 07 2019 2:20 PM
 د هلمند مرکز لښکرګاه پر ۸۷ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي ووېشل شول

۱۵ تله ۱۳۹۸
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې و لایت د مرکز لښکرګاه ۸۷ بڼوال د انګورو د ناروغیو او افتونو دهر اړخیز کنټرول په موخه تر عملي روزنې وروسته پر دغو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي هم وېشلي دي.
دغه توکي، چې د بدیل معیشت پروګرام یا مرسي کورپ (MC) په همکارۍ پر دغو بڼوالو وېشل شوي دي په کې محافظتي جامې، عینکې، دستکشې، موزې، د ښاخبری قیچې، ماسک، محافظتي خولۍ او زینه شامل دي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار به هلې ځلې ډېر کړي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS