هلمند ته د کرنې وزارت د ځمکو چارو د رییس سفر 

mail-admin
Mon, Apr 15 2024 1:54 PM
هلمند ته د کرنې وزارت د ځمکو چارو د رییس سفر 

٢۷ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج سره ليدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د هلمند ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي نیاز محمد وهاج د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم او مل پلاوي ته يې ښه راغلاست ووایه او د دغه ولایت د ځمکوالۍ په برخه کې د اجراآتو، لاسته راوړنو، په دغه برخه کې د يو شمېر شته ستونزو او د راتلونکې پلانونه په اړه د اراضۍ له عمومي رییس سره خپل نظر شریک کړ. 
ورپسې د اراضۍ عمومي رییس مولوي محمود مظلوم د هلمند ولایت د کرنې رئیس څخه په مننې، د ځمکو په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکمونو مطابق د اراضۍ ریاست مسئولیتونه او لاسته راوړنې، د استرداد شويو ځمکو څخه په سمه توګه استفاده، د ځمکو اجاره او همداراز نور اداراتو ته د ځمکو د لېږد په اړه هم خبرې وکړې.
د هلمند ولایت د کرنې رياست د مختلفو څانګو مسوولينو هم په خپل وار خبرې وکړې او هلمند ولایت کې د ځمکو په برخه کې د کارونو، فعاليتونو او د دغه څانګې د اړتياوو په اړه هم خپل وړاندیزونه د اراضۍ لوی رییس ته وړانډې کړل.
په پای کې د اراضۍ عمومي رییس د هلمند ولایت د اراضۍ څانګې له ټولو مسوولينو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له هغوی څخه يې وغوښتل، چې په خپلو دندو کې په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره کار وکړي او هېڅ کله هم له ورسپارل شوي مسووليت څخه ناوړه استفاده ونکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS