هېوادوالو ته د معياري غوښې وړاندې کولو په پار هڅې

mail-admin
Wed, Mar 27 2024 1:34 PM
هېوادوالو ته د معياري غوښې وړاندې کولو په پار هڅې

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ هېوادولو ته د معیاري او صحي غوښې وړاندې کولو په پار د غیر فعالو مسلخونو د فعالولو او د فعالو مسلخونو د معیاري کولو په موخه دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د صحي، باکیفیته او معیاري غوښې د عرضې په موخه په کابل، هرات، بلخ او کندز ولایتونو کې ۵ لوی او معیاري مسلخونه جوړ کړي، چې له دې ډلې څخه دا مهال څلور مسلخونه فعال او یو یې په کندز ولایت کې تراوسه نه دی فعال شوی.په همدې موخه د یادو مسلخونو د فعالولو او معیاري کولو په موخه د قراردادي شرکت د مسوولینو په حضور کې د کرنې وزارت له خوا د جوړو شویو مسلخونو د فعالولو او معیاري کولو په موخه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه، چې د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ دې، هڅې وشي تر څو ټول هغه مسلخونه چې د نورو ادارو له خوا فعاليت کوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې له ټاکل شويو معيارونو او اسټنډرډونو سره سم فعاليت وکړي، ترڅو هېوادوالو ته صحي او باکیفیته غوښه وړاندې شي.
په همدې حال کې په دې غونډه کې له کمپنۍ څخه د مسلخ نږدې سیمې ته د نخاس د لېږد په اړه هم خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه، چې د دې موضوع په اړه د کابل ښاروالۍ سره هوکړه ووشي او د کابل ښاروالۍ ته د ځمکې د انتقال پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.

تلاش ها جهت عرضه گوشت معیاری برای باشنده گان کشور 
۸ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور فعال سازی مسلخ‌های غیر فعال و معیاری سازی مسلخ‌های فعال، جهت فراهم سازی گوشت صحی با کیفیت برای باشنده گان کشور در وزارت زراعت برگزار شد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور عرضه گوشت صحی، با کیفیت و معیاری 5 باب مسلخ بزرگ و استندرد را در ولایت های کابل، هرات، بلخ و کندز احداث نموده است که در حال حاضر چهار مسلخ آن فعال و یک مسلخ آن در ولایت کندز تا حال فعال نگردیده است که به همین منظور جلسه‌ای جهت فعال سازی و میعاری سازی مسلخ‌های متذکره با حضور مسوولان شرکت قرار دادی مسلخ‌های ساخته شده توسط وزارت زراعت برگزار و پیرامون موضوع بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه همچنان فیصله صورت گرفت که در هماهنگی با سایر ادارات تلاش صورت گیرد تا تمام مسلخ‌های که از سوی سایر ادارات فعالیت دارند تحت یک چتر واحد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری قرار گرفته و مطابق به معیارها و استندردهای تعین شده فعالیت نمایند تا گوشت صحی و با کیفیت برای باشنده گان کشور فراهم گردد.
در همین حال در این جلسه در مورد انتقال زمین نخاس از ساحه کمپنی با ساحه نزدیک مسلخ نیز بحث و تبادل نظر صورت گرفت که در مورد  موضوع یاد شده با شاروالی کابل تفاهم صورت گرفته و چگونگی انتقال زمین آن به شاروالی کابل مورد بحث قرار گرفت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS