غزني کې د بڼونو خوندیتوب په موخه پر یوشمېر بڼوالو درمل ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Mar 20 2024 10:29 AM
غزني کې د بڼونو خوندیتوب په موخه پر یوشمېر بڼوالو درمل ووېشل شوې

۱ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د غزنې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د بڼونو خوندیتوب په موخه د دې ولایت د «آب بند، قره باغ، دهیک او واعظ» ولسوالیو پر ۴۱۸ کروندګرو لایم سلفر او چونه وېشل شوي دي.
لايم سلفر يوه ترکيبې او وقايوي درمل ده، چې په خپل ترکيب کې سلفر، چونه او اوبه لري، ياده وقايوي درمل په غوښينو مېوو دتاک يا انګورو په ګډون د مڼو، ناک او نورو... ونو باندی تطبقیږي.
د غزني دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه پروګرام د لوګر دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې پلي کېږي، چې موخه یې د بڼوالو د بڼونو خوندي کول دي.
ونو ته د لایم سلفر د درمل شیندنې لړۍ د کب په میاشت کې مخکې ل دې، چې ونې غوټۍ وکړي(د استراحت په وروستیو ورځو کې وی) پلي کېږي، دغه درمل د ونو خاکسترک، چيچک، پاڼې سوري کېدنه او دنباتي کنو له منځه وړلو کې اغېزمن تمامېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS