د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د کرنې د پروژو له مشرې سره د پلان د لوی رییس کتنه

user-admin
Sat, Mar 09 2024 4:29 PM
د سره صلیب نړۍوالې کمیټې د کرنې د پروژو له مشرې سره د پلان د لوی رییس کتنه


۱۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د سره صلیب نړۍوالي کمیټې د کرنیزو پروژو له مشرې اورسلا کیالي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او د کرنیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همغږۍ په اړه خبرې وکړې. 
په دې کتنه کې د سره صليب د نړۍوالې کمېټې مسوولينو د هغو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل چې پخوا يې د کرنې په برخه کې پلي کړي دي او له کرنې وزارت څخه يې د نویو پروژو په برخه کې د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د پلان لوی رییس مولوي عبدالغفور د يادې ادارې له لوري د هرات، فراه، کندهار او کاپيسا په ولايتونو کې د پلي شويو پروژو قدر داني وکړه او د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ د زياتېدو غوښتنه وکړه. 
آغلې اورسلا کیالي د سره صلیب د پخوانیو کرنیزو پروژو د تطبیق په برخه کې د کرنې وزارت د ښې همکارۍ او همغږۍ ستاینه وکړه او د هېواد له کروندګرو سره یې د مرستې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه هم وکړه.

دیدار رئیس عمومی پلان با مسوول پروژهای زراعت کمیته بین المللی صلیب سرخ
۱۹ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با اورسلا کیالی مسوول پروژه های زراعت کمیته بین المللی صلیب سرخ دیدار و پیرامون هماهنگی در تطبیق پروژهای زراعتی گفتگو کردند.

دراین دیدار مسوولان کمیته بین المللی صلیب سرخ در رابطه  به پروژه هایکه قبلا در بخش زراعت تطبیق نموده اند معلومات اراییه کرده و خواستار همکاری بیشتر وزارت زراعت در پروژهای جدید شان شدند.
در همین حال مولوی عبدالغفور رئیس عمومی پلان از پروژه هایکه قبلا  از سوی نهاد متذکره در ولایات‌های هرات‌، فراه‌، کندهار و کاپیسا تطبیق شده است  ابراز قدرانی  نموده و خواستار  افزایش همکاری‌ها در بخش تطبیق پروژه‌‌های انکشافی در سکتور زراعت و مالداری گردید. 
خانم اورسلا کیالی از همکاری و  هماهنگی خوب وزارت زراعت در راستای تطبیق پروژه‌های زراعتی  قبلی صلیب سرخ   نموده وعده هر نوع همکاری را در بخش کمک رسانی به دهاقین کشور داده اند .

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS