پکتیا کې پر زیانمنو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

۱۴ کب ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر هغو مالدارانو او کوچیانو چې د خوست ولایت څخه راستانه شوي وو او د ډېرو ورښتونو له امله یې څاروي له لوږې سره مخ دي، د خوراکي توکو(وښو) د وېش لړۍ پيل شوی دی.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د پکتیا ولایت اړوند مرکز ګردیز، زرمت، روحاني بابا او څمکنیو ولسوالیو کی زیانمن شویو کوچیانو ته د څارویو خوراکي توکي وېش لړۍ روانه ده، چې د اټکل له مخې تردې مهاله نږدې ۸۶۰۰ څارویو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.
دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د کرنې وزارت په وړاندیز د ا.ا.ا ریاست الوزارء په ټول هېواد کې هغو مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل کړی دی، چې د وروستیو ورښتونو او واورې له وجې د څارویو خوراکي توکي ته لاس رسی نه لري.