د لغمان قرغه یي کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Wed, Feb 28 2024 12:01 PM
د لغمان قرغه یي کې د موسمي اوبو مدیریت په پار د چکډم جوړولو چارې پیل شوې

۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د لغمان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه پنځه چکډمونه جوړېږي.
ددغو چکډمونو د جوړولو په ترڅ کې د لغمان ولایت د قرغه یي  ولسوالی د ګمبیري زعفرانو په سیمه کې د شاوخوا درې میلونه افغانیو په لګښت د موسمي اوبو مدیریت په موخه د چکډم جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه چکډم د رغنیزو چارو په پیل غونډه کې د لغمان مرستیال والي مولوی اختر محمد مزمل سربېره ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  کرونده کې د اوبو تنظیم او داوبولګولو د نویو تکنالوژیو رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل، دقرغه یې ولسوال قاري زاهدالله فاتح او دیادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی ؤ.
په یادو مراسمو کې دلغمان مرستیال والي والي مولوی اختر محمد مزمل وویل: «دلغمان دهرې ولسوالۍ لپاره یو باب چکډم چې  په ټوله کې پنځه بابه چکډمونه کېږي منظور شوي او ددې چکډمونو مالي لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلېږي. »
په ورته مهال دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن وویل، چې ددې چکډم په جوړېدو سره به د باران اوبه دسیلاب په ډول په دې کې ذخیره کېږي ورسره به  د نوموړې سیمې د څاه ګانو، کاریزونو او په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبو د ډېرښت لامل کېږي او دغه سيمه به په راتلونکي کې له وچکالۍ څخه وژغورل شي. همداراز د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبوتنظیم او د اوبولګولو دنویو تکنالوژیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل: «دامیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ٤٢٠ چکډمونه منظور شوي دي، چې له دې ډلې څخه دلغمان ولایت کې پنځه چکډمونه جوړېږي.»
ښاغلی عادل وویل، چې په نړۍواله کجه اقلیم بدلون کړی او د اوبو سطحه(واټرټیبل) ښکته تللي نو د داسې چکډمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه را پورته او د اوبو له قلت څخه به مخنیوی وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS