د کرنې وزیر د غزني له والي سره وکتل

mail-admin
Sat, Feb 17 2024 4:09 PM
د کرنې وزیر د غزني له والي سره وکتل

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د خپل کار په دفتر کې د غزني له والي حافظ محمد امین جان عمري او د یاد ولایت له یو شمېر مسوولینو سره په کتنه کې د پروژو د پلي کولو په برخه کې د مرکز او سیمه ییزو ادارو د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې د غزني ولایت امنیه قوماندان مخدوم عالم او د غزني ولایت د کرنې رییس مولوي محمد حنیف هم حضور درلود.
ددې کتنې په ترڅ کې د غزني والي د کرنې وزارت د هڅو ستاینه او په غزني ولایت کې یې د اوبو د مدیریت لپاره د چک ‌‌ډمونو د جوړولو غوښتنه وکړه. د غزني والي دغه راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې غوښتنې د کرنې له وزیر سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې دکرنې وزارت دې غزني ولایت ته زیاته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د غزني والي او ورسره مل پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او هغوی ته یې د کرنې وزارت د امکاناتو  په اډانه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د روان کال لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کړنو او دغه راز د راتلونکي کال لپاره د دغه وزارت د پلانونو په اړه هم خبرې وکړې او د غزني ولایت مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې راتلونکي کال کې په غزني او نورو ولایتونو کې ډېرې پروژې پلي کېږي.

دیدار وزیر زراعت با والی ولایت غزنی 
۲۸ دلو ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با حافظ محمد امین جان عمری  والی ولایت غزنی و شماری از مسوولان آن ولایت‌ها دیدار و تاکید بر افزایش هماهنگی ادارات محلی و مرکز جهت تطبیق پروژها کرد.
در این دیدار  مخدوم عالم قمندان امنیه ولایت غزنی و مولوی محمد حنیف رئیس زراعت، ولایت غزنی نیز حضور داشتند.
والی ولایت غزنی از تلاش‌های وزارت زراعت قدار دانی کرده و خواستار ساخت چکدم جهت مدیریت آب در ولایت غزنی شد والی غزنی همچنان درخواست هایش را در سکتور زراعت، آبیاری و مالداری با وزیر زراعت شریک ساخته و خواستار توجه بیشتر این وزارت به ولایت‌ غزنی شد.
در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری تشریف آوری والی ولایت غزنی را خیر مقدم گفته و اطمینان همکاری لازم را در چوکات  امکانات وزارت زراعت به آنها سپرد.
وزیر زراعت، آبیاری و مالداری همچنان در این دیدار از  کارکردهای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای سال جاری و همچنان برنامه های این وزارت برای سال آینده سخن زده و به مسوولان ولایت هلمند اطمینان داد که پروژه های بیشتری در ولایت غزنی و سایر ولایت ها در سال آینده  تطبیق می شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS