کندهار کې یوشمېر مالداران وروزل شول
۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار زرغون بیا ودانولو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي ولسوالی د زنګي آباد، موشان او تلوکان کلیو ۴۰ مالداران روزلي دي.
د چارواکو په خبره ددې روزنیز پروګرام په ترڅ کې یادو مالدارانو ته د څارویو د ناروغیو د مخنیوی او درملنې په هکله معلومات ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د مالدارانو د پوهې کچه لوړول او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
