خوست کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هلې ځلې
۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په دې ولایت کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختيا په پار هڅې پیل کړي دي.
په همدې موخه د خوست د کرنې ریاست چارواکو ددې ولايت د شمل دوه منده ولسوالی د لرګیو ټال څخه د لیدنې په ترڅ کې ددې سیمې مشرانو او اوسیدونکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختيا په پار خبرې وکړې.
د خوست د کرنې ریاست چارواکو د ددې سیمې له خلکو او چارواکو وغوښتل،چې د ځنګلونو د ساتنې او پراختيا په برخه کې له دوی سره مرستې او همکارۍ وکړي.
په همدې حال کې، ددې سیمې مشرانو په یاده برخه کې د هرډول همکاریو ډاډ څرګند کړل.
