دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لخوا د ننګرهار په روداتو کې د کورونو د سروې پيل 

mail-admin
Sat, Jan 27 2024 10:17 AM
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لخوا د ننګرهار په روداتو کې د کورونو د سروې پيل 

۷ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا ننګرهار ولایت کې د امارتي استرداد شويو ځمکو کې د کورونو د سروې چارې پیل شوې.
ننګرهار ولایت کې د ۸۷ زره جريبه استرداد شوې ځمکې څخه یوه هم د روداتو ولسوالی د تور راغه د روغاني کلي کې پرته ده چې د سروې چارې يې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د کارکوونکو لخوا  پيل شوې او وروسته له هغه به یاده ځمکه د عامه ګټو او خلکو ته د هغې نه د ښې استفاده په موخه وکارول شي.
د يادونې ده، چې د کورونو د سروې او ارزونې څخه وروسته دغه امارتي جايدادونه خپلو مستحقينو ته په اجاره ورکول کېږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS