هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Tue, Jan 23 2024 10:47 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۹۴مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د عدلیې رییس، کور او ښارجوړولو چارو رییس، لښکرګاه ښاروال، د سرحدونو او قومونو چارو رییس، د امارتي قضایاو آمر او د ځمکو د تنظيم آمریت استازي حضور درلود.
په دې غونډه کې د هلمند ولایت تخنیکي پلاوی د احمدشاهي مینې توسعوي پلان په اړه د ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون د  ۲ ګڼې مصوبې د تطبیق په اړه خبرې وکړې، د یاد پراختیایي پلان د تطبیق په اړه تخنیکي پلاوی په خپله غونډه کې تر  هر اړخیزه بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې د لښکرګاه ښاروالۍ ته دې د پلان د چارود عملي پیل په اړه دوهم تعقیبې مکتوب ولېږل شي ترڅو د (۲) ګڼې د مصوبې د محتویاتو مطابق اصولي اجرائت پیل کړي چې لښکرګاه ښاروال یې په اړه د اصولي کړنو ډاډ ورکړ.
ددې تر څنګ تخنیکي پلاوي په  د ۲۴) امارتي ادارو د غصب شویو ځمکو او ملکیتونو ددوسیو په اړه د ځمکو د غصب مخنیوی او استرداد  کمېسیون د ۳ګڼې مصوبې د هدایت مطابق پرېکړه وکړه، چې دیادو ادارو د خالصه جایدادونو دوسیې دې د امارتي قضایاو آمریت ته ولېږل شي، ترڅو هغوی یې بررسي او اړونده محاکمو کې یې تعقیب کړي.
ورپسې د تخنیکي پلاوي په غونډه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله (۲۰) ۱۶/۶/۱۴۴۵ ګڼه فرمان ابلاغ او یوه یوه کاپي یې د لا ښه پوهاوی او عملي تطبیق په موخه د غوډې پر غړو ووېشل.
د یاد حکم پر بنسټ د سوېل لویدیځ زون لپاره د ځانګړې محکمې د څانګې د پرانیستې په اړه ګډونوال وپوهیدل ترڅو راتلونکي کې هغه  موضوعات چې د محکمی ددوران یا فیصلې وړ وي تر بشپړو ارزونو وروسته یادې محکمې ته باید  ولېږل شي.
تخنیکي پلاوي دارنګه د اهل الهنودو د ملکیتونو په اړه د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی کمیسون څخه د رالېږل شوي مکتوب د متن مطابق بحث وکړ، په دې اړه پرېکړه وشوه، چې تخنیکي پلاوی دې د ښاروالۍ او ځمکو آمریت څخه استعلامي معلومات وکړي ترڅو د اهل الهنودو  جایدادونه لومړی تثبیت او بیا یې ارزونه ترسره شي.
دغه راز په دې غونډه کې تخنیکي پلاوي د ولایت  مقام د حکم مطابق په هلمند کې د درېیو صنعتي پارکونو د ځمکو په اړه خبرې کړې، په دې برخه کې پرېکړه وشوه، چې دبولان او نهرسراج د صنعتي پارکونو د ځمکو د غصب او نورو اړینو معلوماتو راټولولو وروسته دې یاده موضوع وڅېړل شي او بیا به د وروستي پرېکړې لپاره مرکزي کمیسون ته لېږل شي.
وروستیو کې د یوشمېر مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شوې او د حل په برخه کې ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS