ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Sun, Jan 21 2024 11:07 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس او تخنیکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد سربېره، د عدليی رییس، د ننګرهار مستوفي، ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، حج او قافو رییس، د ښاروالۍ مرستیال، امارتی قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون درلود.
په دې غونډه کې دمستوفیت څخه راغلو پنځه جلده دوسیو، بهسودولسوالی عرب کوچیانو او ښاروالۍ ترمنځ موضوع  اود چمتلې ښارګوټي دغضب شویوځمکو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه، چې د مستوفیت اړوند دوسیې دې قضایایې امارت له لارې حل شي، د بهسودو عرب کوچیانو موضوع مرکزي کمیسیون ته لېږل شوي د موضوع تر حل کېدو پورې دې کوچیان له صبر څخه کار واخلي او چمتلې ښارګوټي غصب شوي ځمکي دې له نږدې ولیدل شي او په راتلونکي غونډه کې پرې پرېکړه ووشي.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمنځه تللو مخنیوي وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS