دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږي

mail-admin
Thu, Jan 18 2024 10:26 AM
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست یوشمېر کارکوونکي روزل کېږي

۲۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست یوشمېر کارکوونکی د کورونو د سروې او تثبیت په برخه کې روزل کېږي
په دې روزنیز پروګرام کې، چې دوه ورځې به دوام وکړي د کابل ولايت په بګرامي سیمه کې د ملا تره خېل د ښارګوټي د کورونو د سروې او تثبيت په موخه نوي ټيمونو ته د هغو د ظرفيت لوړولو په موخه داير شوی دی.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د استملاک او بیامېشتېدنې ریاست او د استملاک ریاست مسوولينو په خپل وار سره د دغه ډول ورکشاپونو په ارزښت خبرې وکړې او دا ډول پروګرامونو د جوړولو موخه يې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په پار یو ارزښناک ګام وبلل.
دکرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم په خپلو خبرو کې وويل: «خوښ یم چې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې زیار باسو او له الله تعالی نه غواړم چې نور هم د ښه کارونو او خلکو ته د خدمت کولو توفيق موږ ټولو ته راپه برخه کړي».
ښاغلي مظلوم زیاته کړه نن چې په هېواد کې امنيت په پوره توګه شتون لري نو بايد چې له دې فرصت څخه په پوره توګه ګټه واخلو. نوموړي وويل تول کارکوونکي مکلف دي چې په خپلو دندو کې له پوره اخلاص او ايماندارۍ څخه کار واخلي، هېڅ کله هم له خپل مسووليت څخه ناوړه استفاده ونه کړي او کوم مسووليت چې دوی ته سپارل کېږي په پوره دقت سره هغه پر مخ يوسي.
همدارنګه يې ټولو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې له دې روزنیز پروګرام څخه په پوره توګه ګټه پورته کړي او د ښوونکو لخوا کوم موضوعات چې تدریس کېږي ورته متوجه شي تر څو په خپلو وظايفو کې له ستونزو سره مخامخ نشي.
په ورته وخت کې د استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالعلي عمري کارکوونکو ته په خپلو وظايفو کې له خلکو سره په ښه چلند وهڅول او ټولو ته يې لارښوونه وکړه چې تاسې د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب خپلې دندې سرته رسوی نو کوښښ وکړئ چې حق خپل حقدار ته وسپارل شي.
همداراز د ارزونې او استملاک رییس مولوي حضرت محمد طيب هم د استملاک د عمومي رییس د خبرو په تاييد وويل، چې په دې ښارګوټي کې کونډې، يتيمان، او بېوزله خلګ ژوند کوي نو ستاسو دنده به دا وي چې د هېچا حق تر پښو لاندې نشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS