د هلمند دکرنې رییس د مورنیو مېوه لرونکو بڼونو د رغولو چارو څخه څارنه وکړه

user-admin
Wed, Jan 17 2024 1:21 PM
د هلمند دکرنې رییس د مورنیو مېوه لرونکو بڼونو د رغولو چارو څخه څارنه وکړه


۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج د بولان څېړنیز فارم کې د مورنیو مېوه لرونکو بڼونو کې د نویو کارونو د ترسره کولو چارې وارزولې. 
د هلمند دکرنې رییس په یاد فارم کې د انګورو، مڼو، انارو، زردالو، شفتالو او الوچو په بڼونو کې د نویو کارونو ترسره کولو چارې له نږدې ولیدلې، مسؤلو کارکؤنکو ته یې په بېلابېلو برخو کې لازم هدایتونه ورکړل .
د هلمند دکرنې رییس د یادې لیدنې پر مهال وویل، د هلمند ولایت لسګونو بیکاره ځوانانو ته یې په یاد فارم کې د کار زمینه برابره کړې ده، چې پر مټ یې په فارم کې د روزمزد په ډول کار کوي او بیا د کار په مقابل کې ورته غنم ورکول کېږي، هغه همدارنګه زیاته کړه چې له یوې خوا د یاد کار په پایله کې د فارم هغه برخې چې په ژمني موسم کې باید ورغول شي کار ترسره کېږي او له بلې خوا په کور دننه یې د ګڼو ځوانان  لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
د هلمند دکرنې رییس وویل، هڅه کوي تر څو د څېړنیز فارم په بېلابېلو برخو کې بهبود او نوښت راولي چې په همدې موخه یې په دې اړه نور لازم پلانونه هم تر لاس لاندې نیولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS