لوګر کې د څه باندې ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت درې کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوی

mail-admin
Wed, Jan 17 2024 11:16 AM
لوګر کې د څه باندې ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت درې کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوی

۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت الله شجاع، د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي، د یو شمېر سیمه ییزو ادارو رییسانو او سیمه ییزو مشرانو په حضور کې  د څه باندې ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت درې کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یادو پروژو بشپړېدل د بزګرانو د حاصلاتو په زیاتوالي او د دوی د اقتصاد په لوړولو کې اغېزمنې وبللې او زیاته یې کړه: «لوګر یو کرنیز ولایت دی. او ورته پاملرنه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه ده. ددغو درېیو پروژو پلي کېدل هم ددې ښکارندوی دی، چې د خلکو په ژوند کې به مثبتې اغېزې ولري.»
د کرنې وزارت مرستیال د هېواد پرځان بسیاینه په کرنې پورې تړلې وبلله او د انجې او پنبې کرل یې د کروندګرو لپاره د اوبو د کمښت ښه بدیل وبالل.
دغه راز د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وایي، په دغو پروژو کې د څاڅکو اوبوخور په سیستم سمبال پنځه شنې خونې، د چیلې (T) په سیستم د ۱۰ جریبه انګورو سوداګریزبڼونه او د پیازو زېرمه کولو څلور خونې شاملې دي، چې دلوګر ولایت په مرکز او ددې ولایت د برکي برک، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د څه باندې څلور میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه بشپړ شوی، چې اساسي موخه یې د کرنې میکانیزه کول، بزګرانو ته د کار زمینه برابرول او تازه سبو ته د خلکو لاسرسی دی.
د کرنې رييس زياته کړه، چې د يادوپروژو چارې په نږدې درېيو مياشتو کې بشپړې شوې دي.
په همدې حال کې دلوګر ولايت مرستيال والي مولوي عنايت الله شجاع دلوګر ولايت بزګرانو ته ددغو پروژو دپلي کېدو مبارکي وويله او دکرنې وزارت له چارواکو څخه يې وغوښتل، چې د لوګر ولایت کروندګرو لپاره د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د ونډې زياتوالي ته پاملرنه وکړي. 
له دغو پروژو څخه ګټه اخیستونکو د کرنې د ودې او میکانیزه کولو په برخه کې د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کرنې وزارت هڅې وستایلې او له چارواکو څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د سړو خونو د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او پاتې ۴۰ سلنه يې د ګټې اخيستنې له خوا ورکړل شوي دي.

بهره‌برداری سه پروژه زراعتی به ارزش بیش از ۴ میلیون و ۴۰۰ هزار افغانی در لوگر  
۲۸ جدی ۱۴۰۲ ه‍.ش
سه پروژه زراعتی به ارزش بیش از ۴ میلیون و ۴۰۰ هزار افغانی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین  زراعت و مالداری وزارت زراعت، مولوی عنایت الله شجاع معاون والی لوگر، مولوی سیدامین هاشمی رییس زراعت، شماری از روئسای ادارات محلی، عالمان و بزرگان محل به بهره برداری سپرده شد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تکمیل کار پروژه‌های یاد شده را در افزایش حاصلات دهاقین و بلند رفتن اقتصاد آنان موثر دانسته افزود «ولایت لوگر یک ولایت زراعتی بوده و توجه به آن از الویت‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری می‌باشد که تطبیق این سه پروژه‌ها نیز نشان دهنده آن می‌باشد که در زندگی مردم تاثیرات بسیاری خواهد داشت».
معین وزارت زراعت خود کفایی کشور را وابسته به زراعت خوانده و کشت نبات هنگ و پنبه را جهت کاهش مصرف آب بدیل خوب برای دهقانان عنوان نمود.
همچنان مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لوگر می‌گویید این پروژه‌ها شامل ۵ باب سبزخانه مجهز به سیستم آبیاری قطره‌یی، ۱۰ جریب باغ تجارتی انگور به سیستم چیله (T)  و چهار باب ذخیره‌خانه پیاز می‌باشد که به هزینه بیش از چهار میلیون و چهارصد هزار افغانی در مرکز و ولسوالی‌های برکی برک، چرخ  و آزره این ولایت از بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تکمیل گردیده، که هدف اساسی از آن مکانیزه ساختن زراعت، ایجاد زمینه کار برای دهاقین و دسترسی مردم به سبزیجات تازه می‌باشد.
رئیس زراعت علاوه کرد که کارهای پروژه‌های یاد شده در مدت نزدیک به سه ماه به پایه اکمال رسیده است.
در همین حال مولوی عنایت الله شجاع معاون مقام ولایت لوگر تطبیق این پروژه‌ها را  برای دهاقین لوگر تبریک گفته از مسوولان وزارت زراعت خواست تا در حصه افزایش سهم تخم‌های اصلاح شده بذری و کود کیمیاوی برای دهاقین لوگر توجه نمایند.
از سوی هم مستفید شونده‌گان این پروژه‌ها از تلاش‌های امارت اسلامی خصوصاً وزارت زراعت در راستای انکشاف و مکانیزه ساختن زراعت اظهار قدردانی کرده خواهان توجه بیشتر مسوولان گردیدند.
قابل ذکر است که ۶۰ درصد هزینه ساخت سرد خانه‌ها را وزارت زراعت و باقی ۴۰ درصد آنرا مستفدین پرداخت نموده اند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS