خوست کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره ۱۰۰ جريبه ځمکه ورکړل شوه

mail-admin
Tue, Jan 16 2024 3:32 PM
خوست کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره ۱۰۰ جريبه ځمکه ورکړل شوه

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په خوست ولایت کې د کورنیو پانګوالو له خوا د سرطان ناروغۍ د درملنې د روغتون جوړولو په موخه سل جریبه ځمکه د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له مصوبې سره سم، په خوست کې د سرطاني ناروغيو درملنې روغتون جوړولو لپاره د ځمکې د لېږد څرنګوالي ارزونې په موخه دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د عامې روغتیا وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ښارجوړونې وزارت ګډو پلاوی دې ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د خصوصي سکتور د استازو په شتون کې له هغه سیمې څخه لیدنه وکړه، چې ټاکل شوې په کې د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون جوړ شي.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د استملاک لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري هم دیاد پلاوی ملتیا کوله او اړوندو ادارو ته یې د یاد روغتون د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکې د برابرولو په برخه کې د کرنې وزارت د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سرطاني ناروغيو د درملنې دا روغتون چې د هېواد د ملي سوداګرو له لوري جوړيږي، خدمات يې د ټول افغانستان لپاره وړيا دي او د جوړولو لپاره یې سل جریبه ځمکه دکرنې وزارت له خوا ورکول کېږي.

صد جریب زمین جهت ساخت شفاخانه سرطانی در ولایت خوست سپرده شد
۲۶ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
به مساحت صد جریب زمین امارتی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به وزارت صحت عامه جهت ساخت شفاخانه تداوی امراض سرطانی که از سوی سرمایه گذاران داخلی در ولایت خوست ساخت می‌شود سپرده شد.
هیئتی مطابق به مصوبه کابینه امارت اسلامی افغانستان به منظور بررسی چگونگی توزیع زمین، تعهد سرمایه گذارن پیرامون ساخت شفاخانه جهت تداوی بیماری‌های سرطانی در ولایت خواست با حضور مسوولان وزارت‌های زراعت، آبیاری و مالداری، صحت عامه، صنعت و تجارت، شهرسازی به آن ولایت سفر کرده و با حضور نماینده گان سکتور خصوصی از ساحه مورد نظر که برای ساخت شفاخانه تثبیت گردیده است بازدید کردند.
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی استملاک وزارت زراعت در جریان این سفر هیئت متذکره را همراهی می‌کرد اطمینان همکاری لازم را از سوی وزارت زراعت در جهت فراهم سازی زمین مورد نیاز برای ساخت شفاخان به نهاد‌های زیربط سپرد.
این شفاخانه به منظور تداوی امراض سرطانی از سوی سکتور خصوصی ساخته می‌شود که خدمات آن رایگان می‌باشد و به مساحت صد جریب زمین آن از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری فراهم می‌گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS