د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم کې د برېښنا لمریز سیسټم فعال شو

mail-admin
Mon, Jan 15 2024 12:03 PM
د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم کې د برېښنا لمریز سیسټم فعال شو

۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د هډې فارم پر ۳۰ جريبه ځمکه د اسيايي بانک د ۱۴۳ میليون افغانيو پر مالي لګښت او د زولرستان شرکت پر تخنيکي همکارۍ د برېښنا لمریز سیسټم پرانیستل شو.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال الحاج مولوی بازمحمد فیضان، دکرنې وزارت د اوبولګولو او نوي ټکنالوجۍ رییس مولوی معاذالله، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد، د ننګرهار دکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار کانال شرکت د کرنیزو چارو سلاکار انجنیر محمد جمیل خوشحال، د اوبولګولو او تخنیکي څارنې آمر انجنیر ګل احمد، دپلي کوونکي شرکت استازو او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال الحاج مولوی باز محمد فیضان ددې پروژې په پرانیستغونډه کې وویل، چې یاد پروژه د اسیایي پراختیا بانک د نږدې ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلي شوی دی، چې شل زره جریبه ځمکه به پرې خړوبه شي.
په همدې حال کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې دغه لمریز سیستم پر ۳۶۰۰ لمریزو تختو  ۱.۲ ميګاواټه برښنا تولیدوي.
مولوی غلام الرحمن کظیم دغه راز وویل، چې ددې لمریز سیسټم په فعالېدو سره پنځه نوي واټرپمپونه فعال شوي دي او ۱۰ نور واټر پمپونه یې تر دې مخکې د ننګرهال کانال شرکت له برېښنا څخه په استفادې فعالیت درلود، چې په ټولیزه توګه د ۱۵ واټر پمپونو له لارې به شل زره جريبه ځمکه خړوبه او د بزګرانو او بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې کړي.
ښاغلی کظیم په خپلو خبرو کې د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل، چې ددې پروژې په ساتنه کې دې له دوی سره همکارۍ وکړي، ترڅو ډېره ګټه یې دوی ته ورسېږي.
د دې پروژې ځانګړتیا دا ده، چې د کانال شرکت د هډې فارم به ۲۴ ساعته برېښنا ولري او د شپې له پلوه به په بېټریو کې له زېرمه شوې برېښنا کار اخلي. د ننګرهار کانال شرکت کې ډېرې ټولګټې پروژې بشپړې شوي دي او د یوشمېر نورو هغو چارې روانې دي، چې په بېلابېلو برخو کې یې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS