د هلمند څېړنیز فارم کې دغنمو پر ٤٠ ډوله تخمونو څېړنې روانې دي 

mail-admin
Sat, Jan 13 2024 10:41 AM
د هلمند څېړنیز فارم کې دغنمو پر ٤٠ ډوله تخمونو څېړنې روانې دي 

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو په ٤٠ ډوله تخمونو باندې د څېړنې او ارزونې چارې پیل شوي دي.
د څېړنو او ارزونې دغه چارې دغنمو د ناروغیو د مخنیوي، قوي او لوړ حاصل، د اوبو، خاورې او هوا سره د تخم توافق د مسلکي کارکؤنکو لخوا ترسره کېږي، چې په پایله کې به یې مورني، هستوي او بنیادي تخمونه بزګرانو ته ور وپېژندل شي.
د یادو تجاربو له بشپړولو وروسته به د غنمو  نږدې ١٢٠٠٠ متریک ټنه مورني اصلاح شوي  تخمونه په لاس راشي، چې راتلونکي کې به د کرنې وزارت د کړنلارې له مخې د اصلاح شویو تخمونو تصدیو ته د ترویج او تکثیر په موخه په واک کې ورکړل شي.
نوموړې تصدۍ به وکولای شي، چې دغه تخمونه د کرنې ریاست فني کارمندانو تر نظارت لاندې په خپلو ځمکو کې وکري چې له مخې به یې د غنمو دغه اصلاح شوي تخمونه زیات او بیا به تر زرګونو بزګرو پورې ورسول شي.
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري. 
د هلمند  ولایت کرنې ریاست هڅه کوي تر څو په کرنیزو او څېړنیزو فارمونو کې د بېلابېلو نباتاتو د تخمونو د اصلاح ترڅنګ د مېوه لرونکو نیالګیو په اصلاح او تکثیر هم کار وکړي ترڅو د بزګرو په کرنیز اقتصاد کې بدلون رامنځته شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS