هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

user-admin
Mon, Jan 08 2024 10:57 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه


۱۸ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۹۱مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د هلمند ولایت تخنیکي پلاوی لپاره ترتیب شوي  یوکلن د عمل پلان باندې تر خبرو اترو وروسته لاسلیک اومرکز ته لیږلو ته چمتو شو.
تخنیکي پلاوي همدارنګه دمولوی محمد اخلاص عرضپاڼه چی د ریاست الوزاء عالي مقام ته یې وړاندې کړې ده ، موضوع یې مخکې د باباجي محکمې ته تللی وه چې په ٦٦ جریبه امارتي ځمکه یی دعوی درلوده ، داچې نوموړی د محکمې په فیصله قناعت نلري، پرېکړه وشوه، ترڅو د ولایت مقام ته دتخنیکي پلاوي د تیرو کړنو راپور وړاندې شي.
په نننۍ ناسته کې دسیندیزې حوزې د غصب شویو جایدادونو په اړه پرېکړه وشوه، ترڅو د اړونده ادارې لخوا مشخص وړاندیز ترتیب، پلاوی ورته وټآکل او راتلونکي کې یې تشخیص، تثبیت او ارزونه ترسره شي.
همدارنګه دکور او ښارجوړلو ریاست لخوا د (ډي یک) سیمې مرکزي پارک په مربوطاتو کې دخود سره ودانیو په اړه بحث وشو.
ددې ترڅنګ دهلمندسیندیزې حوزې ریاست د غوښتنې په اساس درود حریم او رحیمي دمځکو دوېش معلومولو په هکله هم پرېکړه خبرې وشوې او په تعداد د ۷ ترتیب شویو دوسیو د مکاتب مطالعه او د معتبر ذوالیدې د معرفي کولو په موخه اړونده محاکمو ته محول کړل.
په دې غونډه کې د یوشمېر اشخاصو د ځمکو دوسیې وڅېړل شول او په وروستیو کې د لسګونو مراجعینو املاکي ستونزې په مخامخ ډول واورېدل شوې او د حل په برخه کې ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS