ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

mail-admin
Sat, Jan 06 2024 10:20 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې

۱۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړنې.
ددغو هلو ځلو په دوام د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ غازي اباد او شاش خېلي سیمي له نږدې وکتلي؛ چې پدې لیدنه کې د ننګرهار ولایت دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد سربېره،سرحداتو رییس، حج اوقافو رییس، ښارجوړونې رییس،ننګرهار قومندانې مرستیال،  جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، استخباراتو مرستیال، قضایایې امارت امر او کدستر مسول حضور درلود.
 د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی تخنیکي پلاوي بټي کوټ ولسوالۍ د شاش خېلو، غازي اباد او د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د تخنیکي پلاوي مشر وویل دشاش خېلو سیمي کروکي، سکیج، حد فاصل او جریبي مساحت مخکي اخیستل شوي او امارتي ځمکه تثبیت شوي ده او د غازي اباد سیمي مشخصات واخیستل شو او په راتلونکي کې به یې مشخصات د تخنیکي پلاوي سره شریک شي. 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د ذکر شویو سیمو راپور به د غصب د مخنیوي مرکزي کمیسیون سره د وروستي اجرااتو په موخه شریک کړی. 
دغه راز په سیمه کې خلکو خپل سرې کړنې ترسره کړي وي چې دتخنیکي پلاوي له لورې پري کارونه بند شو او خلکو ته سپارښتني وشوي ترڅو پدې سیمه کې خپلسرې کړنې ترسره نکړي. 
 د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS