پکتیکا کې د کانګو تبې د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو
۱۳ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دپکتیکا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز او اتو ولسوالیو«اورګون، سروضه، مټاخان، یوسف خېل،خیرکوټ، وازیخوا، جانیخېل او یحی خېل» کې مېشتو کوچیانو ته د کانګو تبې مخنیوی په موخه کمپاین پیل شوی دی.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې په یادو ولسوالیو کې د کوچیانو څاروي او د څارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کېږي او ترڅنګ یې مالدارانو ته د حفظ الصحې په هکله معلومات هم ورکول کېږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه ګټه پورته کړي.
د کانګو تبه یو وېروسي ناروغي ده، چې د حشرو، کنو او خځندو او یا هم د څارویو لخوا انسانانو ته لېږدي. د غه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدول کېږي او کله نا کله د انسانانو د مړینې لامل هم کېږي.
