د هلمند دکرنې نوی رییس ددې ادارې کارکوونکو ته ورپېژندل شو

user-admin
Sun, Dec 31 2023 12:34 PM
د هلمند دکرنې نوی رییس ددې ادارې کارکوونکو ته ورپېژندل شو


۱۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر وړاندیز او د ا.ا.ا تر منظورۍ وروسته مولوی نیاز محمد وهاج د هلمند دکرنې درییس په توګه تر ګمارنې وروسته ددې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د هلمند دکرنې په ریاست کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې دهلمند دکرنې پخوانی رییس مولوی نظر محمد صدیقي، د هلمند د مقام د دفتر رییس ملا عبدالرحمن حذیفه او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې د هلمند دکرنې پخوانی رییس مولوی نظر محمد صدیقي نوی رییس مولوی نیاز محمد وهاج ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
په همدې حال کې د هلمند د مقام د دفتر رییس ملا عبدالرحمن حذیفه په خپلو خبرو کې وویل، ادلون او بدلون د امارت اصل  دي، چې موږ د امارت ټولو وړاندیزونو ته ژمن یو او په اداراتو کې ادلون بدلون د چارو دښه والي په موخه ترسره کېږي.
د هلمند دکرنې نوي رییس مولوی نیازمحمد دهاج وویل: « د ا.ا.ا له مشرانو مننه کوم چې په ما یې باور وکړ او د یو لوي مسؤلیت اعتماد یې پر ما وکړ، د خپل وس او توان مطابق به د مشرانو اعتماد وساتم او کارونو ته به پوره متوجي او د ولسونو ستونزې ته به وخت رسېدنه وکړم.»

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS