خوست کې پر یوشمېر کورنیو وزې ووېشل شوې
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغانستان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې پر یوشمېر بې وزله کورنیو وزې او اړونده توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ٢راسه وزې، د څارویو خوراکي توکي، د لبنیاتو د پروسس توکي او د چنجیو ضد درمل ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تشخیص او انتخاب سروې په شفاف ډول ترسره شوې ده.
ددې مرستې موخه د بېوزلو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ته وده او پراختیا ورکول دي.
