دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست: د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیايي بودیجې د وړاندوینې او تشکيل په اړه غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Dec 27 2023 9:57 AM
دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست: د ۱۴۰۳ مالي کال د عادي او پراختیايي بودیجې د وړاندوینې او تشکيل په اړه غونډه دائره شوه 

۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست کې د ۱۴۰۳م کال د عادي او پراختیایي بودیجې او ددغه کال د تشکیل په پار غونډه دائره شوې وه.
یاده غونډه چې مشري يې د د ځمکو چارو ریاست لوی رییس مولوي محمود مظلوم کوله د دغه ادارې د استملاک او جیودیزي عمومي رياستونو د رییسانو تر څنګ د استملاک، تصفيې، کدستر، استملاکي پروژو د همغږۍ، د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت، د شخړو هوارۍ، د ځمکو د انتقال او وېش، قبالې، جیودیزي، فوتوګرامتري، کارتوګرافي، مېتادېتا، د ځمکو معلوماتي سیسټم رياستونو مسوولين او د دغه ادارې يو شمېر سلاکارانو هم ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم وویل: «په يوه اداره کې د غونډو د جوړولو موخه د هغې ادارې د مخکني فعاليتونو په اړه معلومات ترلاسه کول، د کارکوونکو په دندو کې د ستونزو لرې کول او همدارنګه د راتلونکي کار لپاره پلان جوړول دي.»
ښاغلي مظلوم زیاته کړه تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د تشکيل، عادي او پراختيايي بوديجې او «ان.ټي.اې» بستونو د وړاندوينې په اړه غونډه جوړه شوې وه، چې د یادې غونډې په دوام او د تېرې غونډې پر موضوعاتو د خبرو اترو او پایلې ته د رسېدو په پار روانه غونډه دائره شوې ده.
ورپسې د ځمکو چارو ریاست د بېلابېلو څانګو مسوولينو په خپل وار د خپلو رياستونو لپاره د ۱۴۰۳ مالي کال د بوديجې او تشکيل جدولونه د دوی د اړتیاو پر بنسټ چې مخکې یې د ځمکو چارو ریاست له سکرتریت سره شريک کړي وو معلومات وړاندې کړل.

همداراز يو شمېر رییسانو د خپلو رياستونو د ستونزو په اړه لکه د ارزونې او استملاک رياست لپاره په ۳۴ ولاياتو کې د عمومي مديرتونو جوړول، د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت رياست لپاره د هغو د فعاليتونو د زیاتوالي او د دغه څانګې د کارکوونکو د کموالي په موخه له نورو رياستونو څخه د خدمتي کارکوونکو جذبول، د کارکوونکو د سفريې، اضافه کارۍ، د نقليه وسايطو لپاره تېل او د مالي رياست په استازيتوب د يو کس شتون دې ادارې لپاره ضروري وبلل.
د ځمکو چارو لوی رییس د مسوولينو د خبرو اوريدو وروسته وويل: «د ځمکو چارو رياست فعاليتونه د ځمکوالۍ په برخه کې د نورو ادارو د کارونو سره تړلي دي او نورې څانګې د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه تل د دې رياست څخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کارکوونکو د استولو غوښتنه کوي نو لازمي ده چې د دغه رياست په تشکيل کې زیاتوالی راشي.»
ښاغلي مظلوم ددې ادارې کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې خپلې چارې په صداقت ترسره کړئ او په رسمي وخت کې له خپل مسوول کس څخه اجازه واخلئ او په خپل سر له ادارې څخه د وتلو نه ډډه وکړئ.»
 نوموړي ټولو مسوولينو څخه وغوښتل چې د دغه رياست له سلاکارانو سره هم په پوره توګه همکاري وکړي همدارنګه يې د حاضري، جنسي او حفظ او مراقبت څانګو ته هم لازمې لارښوونې وکړې.
د ځمکو چارو لوی رییس له ټولو څخه وغوښتل، چې له دې وروسته ټول مکلف دي چې د ځمکو چارو لوی ریاست رسمي غونډو ته په خپل وخت حاضر شي که کوم کس بل ځای په دنده بوخت وي او نشي کولای چې غونډې ته حاضر شي، نو خپله ستونزه دې مخکې له جلسې نه د اراضۍ رياست له مقام سره شريکه کړي.
ښاغلي مظلوم وويل: «د رياستونو د کارونو او فعاليتونو په اړه یوه کميټه بايد جوړه شي تر څو د هرې اوونۍ په اخر کې د رياستونو فعاليتونه بررسي او د هر ریاست د کړنو راپور دې د ځمکو چارو لوی رياست له مشرتابه سره شريک کړي.»

په پای کې د ځمکو چارو لوی رییس له مسوولينو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او ټول کارکوونکي يې په خپلو دندو کې په چټکتيا، له مراجعينو سره په ښه چلند او په ورسپارل شوي مسولیتونو کې په اخلاص او ايماندارۍ وهڅول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS